سیګار: طالبانو د هغو ادارو تخنيکي وسایل قبضه کړي، چې د مرستو بندېدو له امله تړل شوي دي

۳ ساعتونه مخکې

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې څارونکې اداره (سیګار) وایي، چې امریکایان اوس هم په افغانستان کې درې پروژې تمویلوي. دغې ادارې د یو راپور په خپرولو ویلي، چې په افغانستان کې د امریکا لېوالتیا کمه شوې او یوازې د ترهګرۍ مخنیوی د امریکا پام بېرته افغانستان ته راګرځولای شي.

په راپور کې راغلي، که څه هم د ۲۰۲۵ کال په پيل کې له افغانستان سره د امریکا متحده ایالتونو د مرستو نږدې ټولې پروژې بندې شوې؛ خو امریکايان اوس هم په افغانستان کې درې پروژې تمیویلوي.

د راپور له مخې؛ دغه پروژې چې دوه یې د امریکايي پوهنتون له‌خوا افغان نجونو ته د انلاین زړه‌کړو او درېیمه پروژه یې په افغانستان کې د نشه‌يي توکو سروې ده، له اتريش او ازبکستان څخه اداره کېږي.

په دې راپور کې د امریکا د نړۍوالې پراختیایي ادارې (USAID) په حواله لیکل شوي، طالبانو د هغو موسسو موټرونه او نور تخنيکي وسایل قبضه کړي چې د امریکا پروژې یې عملي کولې او اوس‌مهال د امريکا د مرستو له بندېدو سره سم تړل شوې دي.

په راپور کې له ایران او پاکستانه تازه د ۱.۹ مېلیونه کډوالو جبري اېستلو او هغوی سره د بشري مرستو نشتوالي ته هم اشاره شوې ده.

راپور وړاندې کاږي، چې دغه کډوال بېړنیو مرستو ته اړتیا لري او که مرسته ورسره ونه شي؛ ژوند به یې نور هم ستونزمن شي.

د راپور په یوه برخه کې ویل شوي، چې په افغانستان کې د بشري مرستو ستونزه د امریکا د مرستو په نشتوالي پورې اړه لري.

په راپور کې زیاته شوې، چې په افغانستان کې د امریکا لېوالتیا کمه شوې؛ خو یوازې د ترهګرۍ مخنیوی د امریکا پام بېرته افغانستان ته راګرځولای شي.

نور خبرونه

رادیو