د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین په یوې تازه مرکه کې یو ځل بیا د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر ۱۱ نېټې د خېبر جرګې د پرېکړو د نه عملي کېدو په اړه وضاحت ورکړ او ویې ویل، چې له جرګې وروسته د دوی ملګري ګوندونه له پرېکړو واوښتل او «پي ټي اېم» یې یوازې پرېښود.
نوموړي له رحمان بونیري سره په «بي پوډکاسټ» کې د خبرو پر مهال د خېبر جرګې ناکامي ومنله او زیاته یې کړه، چې که څه هم جرګه یوه تاریخي ناسته وه، خو له ترسره کېدو یوه اوونۍ وروسته یو شمېر ملګري ګوندونه له خپلو ژمنو واوښتل او له دوی سره یې خپل ملاتړ ختم کړ.
د پښتین په خبره: «جرګه د څو عمده دلایلو له امله ناکامه شوه، خو دا یوه بېسارې جرګه وه چې تاریخ یې جوړ کړ. موږ هڅه وکړه چې ملت سره یو کړو او له ډېرو ګواښونو سره سره مو ولس راټول هم کړ، خو ریاست زموږ مخه نیوله، لارې یې بندولې، د نیولو ګواښونه یې کول او د ورکو شویو کسانو د نه خوشې کولو ګواښونه هم موجود وو. خو پښتانه د دې ټولو ګواښونو پر وړاندې ودرېدل، ترڅو جرګه ترسره شي.»
هغه وایي، چې له دې هر څه سره یې بیا هم هڅه وکړه چې ټول ګوندونه یوځای کړي او په همدې موخه یې یوه غونډه هم راوبلله، خو د پي ټي اېم له غړو پرته د هېڅ بل ګوند غړو پکې ګډون ونه کړ.
د منظور پښتین په وینا: «تر دې خپریدو وروسته مو بیا غونډه وکړه، خو له پي ټي اېم پرته بل هېڅ ګوند پکې ګډون ونه کړ. ریاست هم دا ولیدل چې نور هېڅوک زموږ ترڅنګ نه دي او پښتانه یو موټی نه دي، نو ریاست او د پاکستان پوځ دا درک کړه چې موږ یوازې پاتې شوي یو.»
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر په خپلو خبرو کې اشاره وکړه، چې اوسمهال د یاد غورځنګ شاوخوا څلور زره غړي د پاکستاني پوځ د تعقیب له امله له خپلو کلیو وتلی نه شي او لا هم د دوی یو شمېر غړي په بندخونو کې دي.
نوموړی ادعا کوي، چې د پښتونخوا او د پښتنو د سیمو د ناامنیو د دوام او د زیاتېدو لوی لامل د پوځ پالیسۍ دي او د هغه په خبره، که په دې سیمو کې پوځ نه وي، جګړې به هم نه وي.
پښتین په خپلو خبرو کې وویل: «پښتانه ځکه مظلوم دي چې محکوم دي.»
نوموړي د پوښتنې په بڼه وویل: «ولې څوک پنجابیان، جرمنان، فرانسویان او جاپانیان نه شي وژلی؟ ځکه چې هغوی د خپل ملت او خپلې خاورې دفاع کوي.»
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین وایي، چې پر پښتنو د روانو ظلمونو او جبر په لیدو دا څرګندېږي چې د پښتنو وژنه پنجابیانو ته خوند ورکوي او دا وژنه د پاکستاني پوځ د کار و بار وسیله ګرځېدلې ده.
د هغه په وینا: «د پنجابي جنرالانو ګذاره اوس د پښتنو په وینو ده.»
پښتین د پښتونخوا په تېرا او وزیرستان کې ځینو پېښو ته اشاره وکړه او ویې ویل، چې په پښتونخوا کې ان ماشومان د خپلو مېندو په خېټو کې وژل شوي دي.
نوموړی وایي: «په تېرا کې یوه مور هغه مهال د برید له امله ووژل شوه چې ماشوم یې لا په خېټه کې و. په وزیرستان کې یو پلار خپل ماشومان ښوونځي ته بېول، خو پر دوی د ډرون برید وشو او ټول ماشومان یې ووژل شول.»
هغه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې ملت غوښتل پښتانه مشران سره راټول شي او د پښتنو ستونزې او پر دوی روان ظلمونه حل شي. پښتین زیاته کړه: «ژمنه کوو چې د ټولو غوښتنې به پوره کېږي، خو قربانۍ به ورکول کېږي، وخت به نیسي او هر څه به عملي کېږي. څومره امیدونه او هیلې چې ملت لري، موږ ورته ژمن یو.»
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر دا څرګندونې په داسې حال کې وکړې، چې نن د پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې زرګونو پښتنو پراخ لاریونونه وکړل او د خپلو سیمو لپاره یې د امن غوښتنه وکړه.
منظور احمد پښتین تر دې وړاندې هم یوې ویډیویي وینا کې ویلي و، چې د جرګې پرېکړې ځکه نه دي عملي شوي، چې د جرګې له خوا د ټاکل شوې کمېټې خپلې ژمنې عملي نه کړې.
نوموړي زیاته کړې وه، چې له جرګې وروسته پرېکړه شوې وه چې د اکټوبر په ۲۰مه به د قام او ګوندونو استازي راوځي او د دغه پرېکړو په ملاتړ به لاریون کوي، خو په ټاکلې نېټه یوازې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي راووتل.
د پي ټي اېم مشر منظور احمد پښتین وویل، چې په جرګه کې شوې پرېکړې پښتون ژغورنې غورځنګ نه دي کړي، بلکې قام او د ګوندونو استازو کړي.
نوموړي ولس ته په دغه وینا کې له جرګې وروسته د پښتون ژغورنې غورځنګ پر وړاندې د پاکستان د حکومت د شويو ظلمونو یادونه هم وکړه او زیاته یې کړه: «موږ د هر ډول جبر پر وړاندې درېږو او د قام ګټو ته لومړیتوب ورکوو.»
د یادونې ده، چې د پښتنو قومي جرګې د ۲۰۲۴ کال د اکټوبر په یوولسمې نېټې له درې ورځنۍ جرګې وروسته پرېکړه لیک خپور کړ او په شلو مادو کې یې خپلې غوښتنې د پاکستان حکومت ته وړاندې کړې.
د دغه پرېکړه لیک په لومړۍ ماده کې راغلي و، چې پوځ او وسله والې ډلې به له خېبر پښتونخوا څخه د دوو میاشتو په موده کې وځي.
منظور پښتین ددغه پرېکړه لیک د اعلان پرمهال وویل، چې د جرګې د پرېکړه لیک له مخې که دغه ځواکونه ونه وځي، جرګه به په دې غور کوي چې څنګه دغه جګړه غوښتونکي ځواکونه له خپلې خاورې وباسي.