طالبانو د ملکرو ملتونو د امنیت شورا د څېړنې او څارنې ډلې له خوا خپور شوی هغه راپور رد کړی، چې په افغانستان کې یې د ترهګرو ډلو، په ځانګړې توګه د داعش خراسان د پراختیا خبرداری ورکړی وو.
د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت د ملګرو ملتونو د څېړنې او څارنې ډلې راپور ته په غبرګون ویلي چې:«په افغانستان کې د داعش ډله هېڅ ډول فعالیت نه لري.» او دا راپور ناسم دی.
حمدالله فطرت د جمعې په ورځ د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون ته ویلي:«دا پروپاګند دی او موږ یې په کلکه ردوو. په افغانستان کې داعش او نورې هېڅ وسله والې ډلې فعالیت نه لري. متاسفانه د امنیت شورا د تحلیلي ادرسه د افغانستان په تړاو دغسې بې اساسه ادعاوې کېږي چې هغه یوازې د پروپاګند په مانا دي او د عامه ذهنیت د خرابولو یوه هڅه ده.»
نوموړي ویلي، چې په افغانستان کې د ټولو خپلسرو ډلو څخه وسلې راټولې شوي او چاته د خپلسرو فعالیتونو اجازه نه ورکوي.
یاده دې وي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په خپل وروستي تازه راپور کې خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې طالبانو د القاعدې او داعش په ګډون بهرنیو ترهګرو ډلو ته خوندي چاپېریال برابر کړی او د دې ډلو شتون د منځنۍ اسیا او نورو هېوادونو امنیت ته جدي ګواښ دی.