د امریکا د مرستو له بندېدو وروسته لا هم واشنګټن د افغانستان اړوند درې پروګرامونه تمویلوي

۱۲ ساعتونه مخکې

سره له دې چې امریکا له افغانستان سره خپلې پراخې مرستې بندې کړې دي، خو د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې څارونکې اداره (سیګار) راپور ښيي چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت لا هم د افغانستان سره د تړاو لرونکو درېیو پروګرامونو مالي ملاتړ کوي.

د سیګار د راپور له مخې، یاد پروګرامونه د زده کړې او نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخو کې دي.

راپور کې ویل شوي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خوا تمویلیدونکي پروګرامونو کې دوه یې تعلیمي دي، چې تر ډېره یې تمرکز د افغان نجونو پر زده کړو دی او درېیم پروګرام هم د نشه يي توکو پر ضد د ملګرو ملتونو د دفتر مالي ملاتړ دی، چې له ازبکستان او اتریش څخه مدیریت کېږي.

د زده کړو په برخه کې د امریکا له خوا په تمویلیدونکو پروګرامونو کې یو یې د انلین زده کړو په برخه کې دی او بل هم په قطر کې د امریکايي پوهنتون له خوا تطبق کیږي.

سیګار ویلي، چې دا پروګرامونه د امریکا د نړیوالې پراختیايي ادارې «USAID» تر چتر لاندې "د ښځو د بورس صندوق" او "په افغانستان کې د محصلینو د بریا ملاتړ" په نومونو پېژندل کیږي.

سیګار په خپل درې میاشتني راپور کې کانګرس ته ویلي، تمه وه یاد تعلیمي پروګرامونه د ۲۰۲۴ کال د جون په ۳۰مه نېټه پای ته ورسېږي، خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جولای په میاشت کې ویلي، چې یادو دوو تعلیمي پروګرامونو تمویل ته د ۲۰۲۸ کال پورې دوام ورکوي.

د راپور له مخې، دا دواړه پروګرامونه افغان محصلینو سره مرسته کوي، چې یا انلین یا هم د دوحې په امریکایي پوهنتون کې خپلې لوړې زده کړې بشپړې کړي او تحصیلي سندنه ترلاسه کړي.

نور خبرونه

رادیو