د منظور احمد پښتین په مشرۍ د پښتون ژغورنې غورځنګ وایي، چې د خېبر پښتونخوا په سوات، بونیر او ځینو نورو سیمو کې زرګونو کسانو د روانو ناامنیو پر ضد لاریونونه کړي دي.
د دغه غورځنګ په وینا، لاریونونه په بونیر، سوات، د خېبر په جمرود ولسوالۍ او ځینو نورو سیمو کې په پښتونخوا کې د ظلم، وحشت او ډالري جګړو پر ضد شوي چې زرګونو خلکو پکې ګډون کړی و.
د پښتون ژغورنې غورځنګ پر اېکس خواله رسنۍ د لاریونوالو له قوله لیکلي: «پښتانه نور د خپلې وینې بیه په ډالرو نه مني. دا غږ به نور چوپ نه شي. روانو لاریونونو دا ثابته کړه، چې اوس هر پښتون د ظلم پر ضد راویښ شوی دی.»
د خېبر په جمرود ولسوالۍ کې د پښتون قومي جرګې دغه لاریون د ټولو پښتني سیمو د روانې مبارزې یوه برخه وبلله او څرګنده یې کړه، چې دا لاریونونه د ریاست د هغو پالیسیو پر ضد ترسره شوي، چې پکې جعلي عملیات، پر ځمکو ناقانونه قبضې او په پښتونخوا کې د طبیعي زېربناوو منظمه لوټماري روانه ده.
لاریونوال پر حکومت نیوکه کوي، چې دوی په وار وار په خپلو سیمو کې د امن او حق غوښتنه کړې، خو تل یې غږ خاموشه کړل شوی دی.
د سوات مشرانو او ولس د پوځ له خوا د پښتنو پر وړاندې رامنځته شوې ترهګرۍ او د امن تر نامه لاندې ترسره شويو عملیاتو پر ضد یو ځل بیا ولسي ټولپوښتنه کړې.
دوی وایي: «که دا جګړه هغوی ته د واک، لوټماري او ډالرو د ګټلو یوه لوبه وي، نو زموږ لپاره د ژوند او مرګ مسله ده. له همدې امله د پښتنو مقاومت د حق او رښتیا لاره ده.»
دا په داسې حال کې ده، چې د خېبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې زرګونو خلکو په ځلونو د پوځ د عملیاتو پر مهال د ملکي وګړو د وژل کېدو په غبرګون کې لاریونونه کړي او غوښتنه یې کړې چې حکومت دې پوځي عملیات ودروي.