روسیې د اوکراین چاسېف‌یار ښار نیولی دی

۱۶ ساعتونه مخکې

د روسیې د دفاع وزارت ادعا کوي چې له شاوخوا ۱۶ میاشتنۍ جګړې وروسته یې د اوکراین په ختیځ کې د چاسېف‌یار ښار نیولي دی. دغه وزارت زیاته کړې چې دا به د نورو پرمختګونو لپاره لار خلاصه کړي.

د روسیې د دفاع وزارت د پنجشنبې په ورځ په یوې خبرپانه کې ویلي چې ځواکونو یې چاسېف‌یار ښار «ازاد» کړی دی.

پر همدغه مهال رویټرز اژانس د روسیې ځواکونو له خوا د یوې خپرې شوي ویډیو کره والی تایید کړی، چې ښيي د روسیې ځواکونه په ښار کې د دغه هېواد ملي بېرغ او د هوايي ځواکونو بېرغ پورته کوي.

خو د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د روسیې دا ادعا “ناسم معلومات” بللي دي. زېلېنسکي ویلي:«د چاسېف‌یار شاوخوا کې اوکرایني ځواکونه لا هم خپل مورچلونه ساتي او په دنېڅک، سومي او خارکیف کې یې د روسیې هر برېد ناکام کړی دی.»

د راپورونو له مخې، د چاسېف‌یار ښار په سویل لویدیځ کې پورت د پوکروفسک ښار هم د روسیې له سخت فشار سره مخ دی.

سره له دې چې د اوکراین او روسیې ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو په خبرو کې د پام وړ پرمختګ نه دي راغلي، خو د راپورونو له مخې، روسي ځواکونه ورو ورو د اوکراین په ختیځ کې پرمختګ کوي.

نور خبرونه

رادیو