مولانا فضل رحمان وايي د پاکستان د حکومت پرېکړې د ټرمپ له خولې اوري

۲۳ ساعتونه مخکې

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل‌الرحمن وايي، د پاکستان د ملي حاکمیت او دولت د پریکړو د خپلواکۍ په اړه ژور اندېښمن دی.

نوموړي ټینګار کړی چې دا د کمزورې حکومتولۍ نښه ده چې د هېواد د تیلو تړونونه یا له هند سره د اوربند معلومات له ډونالډ ټرمپ څخه ترلاسه کېږي.

مولانا فضل رحمان د پنجشنبې په ورځ پر خپل اېکس ولیکل، چې «زه د یو پاکستاني وګړي په توګه د پاکستان د خپلواکۍ لپاره سخت اندېښمن یم. دا یوه شرموونکې خبره ده چې موږ ته د تیلو د تړون خبر هم له ټرمپ څخه راځي او له هند سره د جنګ او سولې پرېکړه هم له هغه واورو».

نوموړي پر حکومت نیوکه کړې، چې له پارلمان، ایالتونو او ولس سره له همغږۍ پرته داسې سترې پرېکړې کوي، چې ملي حاکمیت، اساسي قانون او د ایالتونو حقوق تر پوښتنې لاندې راولي.

مولانا زیاته کړې، « د اساسي قانون له مخې، دا ډول تړونونه باید د پارلمان، ایالتونو او ولس په باور کې اخیستو سره وشي».

نوموړی وايي، چې دا یوازې د سوداګرۍ مساله نه ده، بلکې د ملي حاکمیت او د ایالتونو د راتلونکو حقونو موضوع ده.

مولانا غوښتنه کړې، چې حکومت باید ژر تر ژره پارلمان ته توضیحات وړاندې کړي او د تړونونو بشپړ جزئیات خلکو ته روښانه کړي.

د متحده ایالاتو او پاکستان ترمنځ د پنجشنبې په ورځ یوه نوې سوداګریزه هوکړه وشوه، چې د پاکستان د ماليې وزارت وایي له مخې به تعرفې راکمې شي او په بېلابېلو برخو لکه انرژي، کانونو، معلوماتي ټکنالوجي او کریپټو کې به پانګونه زیاته شي.

د پاکستان د ماليې وزیر محمد اورنګزیب، چې د خبرو اترو د وروستي پړاو مشري یې کوله، وویل، « له اقتصادي اړخه دا هوکړه یوازې سوداګریزه نه، بلکې یوه ستراتیژیکه همکاري ده. موږ د دې لپاره کار کاوه چې تجارت او پانګونه دواړه یو ځای مخ ته لاړ شي».

پاکستان له امریکا سره د صادراتو په تړاو د ۲۹ سلنې تعرفې له خطر سره مخ و، خو دا تعرفه وځنډول شوه څو د اګست تر لومړۍ نېټې خبرې وغځیږي. اسلام‌ اباد هڅه کوي چې د ویتنام د۲۰سلنه او د هند ۲۵ سلنه په پرتله یې تعرفې ټيټې وساتل شي.

ډونالډ ټرمپ پر خپله ټولنیزه شبکه ولیکل، چې « موږ له پاکستان سره یوه هوکړه نهایی کړې، چې له مخې به پاکستان او متحده ایالات د دغه هېواد د تیلو سترو زېرمو د پراختیا لپاره یوځای کار کوي».

نور خبرونه

رادیو