په بنو کې د ټي ټي پي په ډرون بريد کې ۷ تنو پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې

۴ ساعتونه مخکې

د معلوماتو له مخي، د پاکستاني طالبانو تحریک«ټي ټي پي» د بنو په میریان سیمه کې د پولیسو پر یوه مرکز د ډرون برید کړی او ۷ تنو پولیسو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

ځايي رسنیو د ټي ټي پي د هوايي برید ویډيو هم خپره کړې ده.

د سرچینو د معلوماتو له مخي، دغه برید د پنجشنبې په ورځ (د زمري ۱۰مه) د بنو په میریان سیمه کې د پوليسو پر یوه مرکز شوی.

ځايي سرچینو د لومړنیو معلوماتو له مخي ویلي، چې په برید کې ۷ تنو پوليس ته مرګ ژوبله اوښتې، او د لا ډیرو معلوماتو ورکولو څخه یې ډډه کړې ده.

پوليسو ویلي، چې په پېښه کې ټپي شوي پولیس يې نږدې روغتون ته لېږدولي دي.

له دې سره هم مهاله په بنو کې ځايي پولیسو خبر ورکړی، چې د پاکستاني طالبانو تحریک یو ډرون يې ویشتل او را غورځولی یې دی.

تر اوسه د دې پيښو په اړه د پاکستاني طالبانو تحریک څه نه دي ویلي.

نور خبرونه

رادیو