د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي ويلي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دې باور دی چې د فلسطین دولت په رسمیت پېژندل حماس ډلې ته د انعام ورکولو په معنا ده او ټرمپ نه غواړي داسې اقدام وکړي.
یاد چارواکي زياته کړې: «لکه څنګه چې ولسمشر ویلي که فلسطین په رسمیت وپېژني نو دا به حماس ډلې ته د انعام ورکولو په معنا وي او هغه باور نه لري، چې حماس ته انعام ورکړل شي، نو دا کار به ونه کړي. د ولسمشر ټرمپ تمرکز د غزې خلکو ته د خوړو په رسولو باندې دی.»
دا څرګندونې وروسته له هغه وشوې، چې د کاناډا لومړي وزیر مارک کارني وویل، پلان لري چې د ۲۰۲۵ کال په سپتمبر کې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې فلسطین په رسمیت وپېژني.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، هغه چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي دا ونه ویل چې ایا امریکا د کاناډا له دې پرېکړې څخه مخکې خبره وه او که نه.
د اسراییل د بهرنیو چارو وزارت هم د کاناډا د لومړي وزیر څرګندونې وغندلې، چې غواړي فلسطين په رسميت وپېژني.
د اسراییل د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د کاناډا د دریځ بدلون په دې وخت کې د حماس لپاره د انعام په توګه ګڼل کېږي او دا به د غزې د اوربند او د یرغمل شویو کسانو د ازادۍ لپاره روانو هڅو ته زیان ورسوي.