د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان خبرداری ورکړی، چې د اوبو زیات مصرف د ایران لپاره د زغم وړ نه دی او که د اوبو د مصرف مخه ونه نېول شي، تر سپټمبر میاشتې پورې به تهران د اوبو له سخت کمښت سره مخ شي.
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د چهار شنبې په ماښام د اوبو سکتور لپاره د ستراتیژیک او عملیاتي پلان بیاکتنې په غونډه کې ویلي، چې ایران د سرچینو د ناسم مدیریت او ډېر مصرف له امله په تېرو کلونو کې د برېښنا، ګاز او اوبو له پرله پسې کمښتونو سره مخ شوی.
پزشکیان ویلي:«که په تهران کې د اوبو مصرف کنټرول نه شي او خلک همکاري ونه کړي، نو تر سپټمبر یا اکتوبر پورې به د اوبو بندونه نور هېڅ اوبه ونه لري.»
د ایران د چاپېریال ساتنې ادارې مشرې شینا انصاري ویلي، چې ایران له تېرو پنځو کلونو راهیسې د وچکالۍ له ناورین سره مخ دی او د هوا پېژندنې ملي ادارې هم ویلي، چې د تېرو څلورو میاشتو بارانونه د اوږدمهاله اوسط په پرتله ۴۰ سلنه کم شوي دي.
انصاري ویلي:«د دوامداره پراختیا له پامه غورځول دا حالت رامنځته کړی، چې اوس له ګڼو چاپېریالي ستونزو سره مخ یو، لکه د اوبو کمښت.»
د تهران ښار د اوبو رسولو ادارې مشر محسن اردکاني ویلي، چې د تهران شاوخوا ۷۰ سلنه اوسېدونکي تر ټاکلي معیار ډېرې اوبه کاروي او دا د اوبو مدیریت لپاره لویه ننګونه ده.
د ایران چارواکو ویلي، چې د اوبو د مدیریت اصلي هدف یې د ایران کرنیز سکټور ګڼل کیږي، ځکه د ایران کرنیز سکټور د اوبو نږدې ۸۰ سلنه مصرف لري.
د ایران ولسمشر په دغه هېواد کې د اوبو د کمښت خبرداری پر داسې مهال ورکړی، چې له تېرو څو کلونو راهیسې د دغه هېواد لویدیزې سیمې د اوبو له سخت کمښت سره مخ شوې دي.