سي بي ایس نیوز، امریکایي ټلویزوني شبکه وایي، چې چین پر ایران د امریکا له بندیزونو سره لا هم په پټه له دغه هېواد څخه تیل واردوي او د بندیزونو په پام کې نه نیولو سره له «سیوري بېړۍ» کار اخلي.
راپور زیاتوي، د دې پټې پروسې په ترڅ کې د ایران تیل د نړیوالو اوبو په منځ کې له یوې بېړۍ بلې ته انتقالېږي، تر څو د اصلي سرچینې پټول اسانه شي.
د شبکې یو کاري ټیم د سنګاپور له بندره، چې د نړۍ له بوختو بندرونو څخه شمېرل کېږي، ۸۰ مایله لرې سمندر ته وتلی تر څو د دغې پټې سوداګرۍ څرک واخلي.
د سي بي ایس شبکې په وینا، د تیلو ټانکرونه د فارس خلیج څخه را وځي، د مالاکا تنګي له لارې د اندونیزیا ریایو ټاپوګانو ته رسي، او هلته د نورو بېړیو له لارې چین ته لېږدول کېږي. چین دا مهال نژدې ۹۰سلنه د ایران د تیلوپېرودونکی بلل شوی.
چارلي براون، چې د امریکا د بحري ځواکونو پخوانی افسر او د «د اټومي ایران ضد اتحاد» مشاور دی، وایي، «تر هغه چې عرضه وي، د ارزانو ایرانی تیلو تقاضا به هم وي».
دا راپور له هغې وروسته خپرېږي چې د امریکا حکومت د چهارشنبې په ورځ د ایران د انرژۍ سکتور پر وړاندې نوې بندیزونه ولګول، څو د ایران د کورني ځپل او سیمې د بېثباتهکوونکو فعالیتونو تمویل مخه ونیسي.