د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین په خپل یو تازه پېغام کې ویلي، چې د ارمان لوڼي په وژنه کې ښکېل کسان د پاکستان یوې محکمي بري اعلان کړي او هېڅ ډول سزا یې نه ده ورکړې. هغه زیاته کړې، چې د ارمان لوڼي قاتلان ازاد ګرځېدل او ان محکمې ته هم نه حاضرېدل.
د پښتون ژغورنې غورځنګ غړی ارمان لوڼې د ۲۰۱۹کال فبرورۍ په ۲مه نېټه په لورلایي کې پولیسو وواژه او په محکمه کې د هغه د قاتلانو خلاف عریضه شوې وه.
منظور پښتون وایي: «د لور لایي عدالت د ارمان لوڼي قاتل عطاالرحمن او نور په کیس کې بري کړل. شپږ نیم کاله په دوی باندې کیس و؛ خو زندانیان نه شول».
نوموړي زیاته کړې، چې د پاکستان محکمې هېڅ ډول عدالت نه پلی کوي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر په وینا؛ پاکستانۍ محکمې به د پښتنو قاتلان وبښي؛ خو د پښتنو له لوري به هېڅکله ونه بښل شي.
هغه خبرداری ورکړی، داسې ورځ به حتمي راځي چې پښتانه خپل وژونکي له ګرېوانونو راونېسي او خپلو محکمو کې به سزاوې ورکړي.
د هغه په خبره: «تاسو به هېڅکله نه معاف کېږئ او خپل منطقي انجام ته به حتمي رسېږئ». هغه پر خپلو پلویانو غږ کړی، چې د غورځنګ د وژل شویو غړو د ارمانونو او فکر لپاره کار وکړي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ بېلابېل غړي په تېره یوه لسیزه کې وژل شوي دي.
منظور پښتین په وار، وار ادعا کړې، چې د دوی غړي د پاکستاني پوځ په دستور وژل کېږي او په محاکمو کې ان د دوی د وژل شویو غړو اړوند عریضې هم نه منل کېږي. د دغه غورځنګ لسګونه غړي د پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې په ډول، ډول وژل شوي او یا هم تري تم کړای شوي دي.