محمود خان اڅکزی: هېوادونه او ایالتونه د لرګیو او مرمیو په زور نه شي چلېدای

۲ ورځې مخکې

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی وايي، پاکستان، افغانستان، ایران، ازبکستان او د دې سیمې نور هېوادونه د خپلو طبیعي سرچینو له امله د نړۍ د ځواکمنو قدرتونو له خوا د جګړې ډګر جوړیدای شي. اڅکزی وايي، چې هېوادونه او ایالتونه د لرګیو او مرمیو په زور نه شي چلېدای.

د سویلي پښتونخوا ملت پال سیاستوال او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي په اسلام اباد کې ټول ګوندیز کنفرانس کې ویلي، چې که د هېوادونو واکمنان له پوهې کار وانخلي، نو پاکستان، افغانستان، ایران، ازبکستان او د سیمې هېوادونه د خپلو طبیعي زیرمو له امله د سترو قدرتونو له خوا د جګړي ډګر جوړیدای شي.

نوموړي ویلي: « زموږ دا سیمه به زموږ د سرچینو له امله د مستو غوایانو لپاره د جګړې ډګر شي. اوس زموږ د سیمي د هېوادونو د واکمنانو د هوښیارۍ د ازموینې وخت دی. داسیمه په ګډې پوهې سره ژغورل کیدای شي.»

محمود خان اڅکزي په باجوړ او مومند کې د ملکي وګړو وژل کېدو ته په اشاره د پاکستان پر حکومت سختې نیوکې کړې دي. نوموړي ویلي، چې په باجوړ کې د نظامیانو له خوا د ملکي وګړو ټول وژنه روانه ده.

اڅکزي زیاته کړه:« په باجوړ کې قتل عام شروع دی، ګرځبندیز لګول شوی، له پاسه زموږ چورلکې دي او خلکو باندې بمبار کوي. د څه لپاره؟ ایالتونه د مرمیو تر سیوري لاندې نه چلېږي، هېوادونه د لرګیو په زور نه شي چلېدای بلکې هېوادونه د اساسي قانون لاندې چلېږي.»

په اسلام اباد کې د پاکستان د ټول ګوندیز کنفرانس پرمهال د نورو ګوندونو غړو او مشرانو هم د شهباز شریف پر حکومت، پوځ او عدلي ادارو سختې نیوکې کړې دي.

د حکومت د مخنیوي له هڅو سربیره هم په اسلام اباد کې د ټولو ګوندو ګډ کنفرانس جوړ شو او سبا به هم دوام ولري.

نور خبرونه

رادیو