ټرمپ غواړي د روسیې او اوکراین جګړه تر راتلونکو ۸ ورځو پای ته ورسیږي

۲۱ ساعتونه مخکې

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څرګنده کړې چې غواړي د روسیې او اوکراین جګړه د اګست تر۸مې نېټې پای ته ورسیږي.

د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د امریکا متحده ایالاتو استازي جان کیلي د پنجشنبې په ورځ وویل، چې «هم روسیه او هم اوکراین باید یو اوربند او دوامداره سوله ومني».

هغه زیاته کړه، «اوس یې وخت دی، چې یو تړون وشي. ولسمشر ټرمپ څرګنده کړې چې دا کار باید د اګست تر۸مې ترسره شي. متحده ایالات چمتو دي چې د سولې د ټینګښت لپاره نور اقدامات هم وکړي».

هغه د نورو اقداماتو په اړه وضاحت نه دی ور کړی، خو تازه روسیې پر اوکراین مرګوني بریدونه کړي، چې ۱۲ تنه پکې وژل شوي او ۱۳۵ نور ټپیان دي.

نور خبرونه

رادیو