د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د امنیتي چارو معین ابراهیم صدر باغیس ولایت ته سفر کړی او هلته یې په یوې غونډې کې ویلي چې امنیت او شرعي نظام د ولس، علماوو اوسرتېرو، د قربانیو پایله ده. نوموړي له محلي چارواکو غوښتنه کړې، چې د اوامرو اطاعت وکړي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع د پنجشنبې په ورځ پر اېکس پاڼې لیکلي چې، صدر د بادغیس له والي وغوښتل چې ټولو ولسوالیو ته سفرونه وکړي، د خلکو ستونزې واوري او له مربوطه ادارو سره یې شریکي کړي.
همدا راز صدر د بادغیس له امنیه قوماندان څخه وغوښتل چې د سرتېرو ستونزي راټولې او له نږدې یې وڅیړي.
نوموړي په خپلې وینا کې ویلي: «د مجاهدینو سیرت او صورت باید له سنت او شریعت سره برابر وي.»
هغه زیاته کړې چې د نظام د بریا لپاره قوم، سمت، ژبه، اړیکې او واسطه باید له منځه ولاړه شي، عدالت باید د قرابت، عداوت، او مال له اغیزو پاک وساتل شي.
صدر یو ځل بیا ټینګار کړی چې د امر اطاعت اړین دی.
هغه له دې مخکې هم ټینګار کړی و چې د طالبانو د مشرهبتالله اخوندزاده اطاعت باید بېقید او شرطه وشي او دا یې د «خیر او برکت» سبب بللی و.
صدر تر دې مخکې هزاره میشتو ولایتونو دایکندي او بامیان ته سفرونه کړي وو.
ابراهیم صدر، چې د طالبانو مشر ته نږدې کس ګڼل کېږي، ډېر کم په رسنیو کې راڅرګندېږي.