د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې رسمي اعلامیې له لارې د پرتګال د حکومت هغه پرېکړه ستایلې چې د فلسطین دولت د پېژندنې لپاره یې د رسمي پروسې د پیل اعلان کړی دی. ټاکل شوې چې دا پېژندنه د راتلونکي میلادي کال په سپتمبر میاشت کې عملي شي.
سعودي عربستان دغه اقدام یو "مثبت ګام" بللی او زیاته کړې یې ده چې دا پرېکړه د فلسطیني ولس د مشروعو حقونو د ملاتړ او د دوو دولتونو د حل په لور د نړیوالو هڅو ملاتړ کوي.
د بهرنیو چارو وزارت په خپله اعلامیه کې لیکلي: «د سعودي عربستان شاهي دولت د پرتګال د جمهوریت د حکومت له پرېکړې هرکلی کوي چې د فلسطین دولت د رسمي پېژندنې پروسه به د سپتمبر په میاشت کې پیل کړي. دا ګام د عادلانه او دوامدار حل پر لور مهم پرمختګ ګڼل کېږي، چې د فلسطیني ولس د ازادۍ او خپلواک دولت د جوړېدو ارمان ته زمینه برابروي.»
سعودي عربستان له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې چې د فلسطین خپلواک دولت د پېژندنې په برخه کې جدي ګامونه واخلي او پر اسراییل فشار زیات کړي څو د ۱۹۶۷م میلادي کال د پولو له مخې یو خپلواک فلسطیني دولت، چې پلازمېنه یې ختیځ بیتالمقدس وي، رامنځته شي.
دا اعلامیه په داسې حال کې خپرېږي چې په تېرو میاشتو کې یو شمېر اروپایي هېوادونو لکه هسپانیې، ایرلنډ، ناروې، او سلووینیا هم د فلسطین رسمي پېژندنه اعلان کړې، چې دا چاره د اسراییلي اشغال پر وړاندې نړیوال دریځ لا پیاوړی کوي.