د لبنان ولسمشر : حزب الله دې خپلې وسلې حکومت ته وسپاري

پرون

د لبنان ولسمشر جوزف عون د دغه هېواد له وسله والې ډلې غوښتنه کړې، چې خپلې وسلې دولت ته وسپاري. نوموړي خبرداری ورکړی، چې د دې ډلې دوامداره وسله وال فعالیتونه کولی شي اسراییل ته د برېدونو د دوام پلمه په لاس ورکړي. نوموړي ویلي، دا موضوع به د کابینې په غونډه کې و څيړي.

د لبنان ولسمشر جوزف عون دغه څرګندونې د پنجشنبې په ورځ د لبنان د ملي اردو افسرانو ته په یوه وینا کې وکړې.

عون ویلي:« دا تاریخي فرصت باید له لاسه ور نه کړو او هڅه وکړو چې وسلې یواځې د اردو او امنیتي ځواکونو په واک کې پاتې شي.»

د راپورونو له مخې، واشنګټن پر لبنان فشار راوړی چې حزب الله بې وسلې کړي، څو د اسراییل برېدونو بندېدو ته لاره هواره شي.

امریکا وړاندېز کړی، چې حزب الله دې تر څلورو میاشتو پورې خپلې وسلې وسپاري او په بدل کې به یې د اسراییل ځواکونه له سویلي لبنان څخه ووخي. خو د لبنان حکومت په خپل متقابل وړاندیز کې له اسراییل څخه د سملاسي اوربند، د نیول شویو سیمو پرېښودلو او د حزب الله په ګډون د دولت تر حاکمیت لاندې د ټولو وسله والو ډلو بې وسلې کولو غوښتنه کړې ده.

د لبنان ولسمشر د کومې وسله والې ډلې له نوم اخېستو پرته ویلي:«تاسې د دولت جوړونې ارزښت باید درک کړئ او هغوی ته باید د جګړې د دوام پلمه په لاس ور نه کړئ.»

دا په داسې حال کې ده، چې د حزب الله مشر نعیم قاسم د چار شنبې په ورځ په یوه تلویزیوني وینا کې ویلي، چې د دوی د بې وسلې کولو غوښتنه یوازې د اسراییل په ګټه ده.

نور خبرونه

رادیو