د اوکراین د پلازمېنې کیېف چارواکي وايي چې د روسیې د پنجشنبې د سهار په برید کې لږ تر لږه ۱۲کسان وژل شوي، چې یو ۶ کلن ماشوم هم پکې شامل دی او ۱۳۵نور ټپیان دي. د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ویلي، روسیې په دغه برید کې له ۳۰۰ډېر ډرونونه او ۸ توغندي کارولي.
د اوکراین د کورنیو چارو وزارت ویلي چې له ۱۲۰۰ ډېر پولیس او ژغورونکي د برید له ویجاړیو سره د مبارزې لپاره ځای پر ځای شوي او د ماسپښین تر څلور نیمو بجو لا هم تر نړېدلو ودانیو لاندې د ژونديو کسانو د ژغورنې عملیات روان وو.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ویلي، روسیې په دغه برید کې له ۳۰۰ډېر ډرونونه او ۸ توغندي کارولي.
هغه پر خپل ټیلیګرام لیکلي، « نن نړۍ یو ځل بیا ولیدل چې روسیه زموږ سولې غوښتنې ته څه ډول ځواب وايي. نو ځکه، سوله له ځواک پرته نهشي ترلاسه کېدای».
چارواکو اعلان کړی چې د جمعې ورځ به د وژل شویو کسانو د ویر ورځ وي.
د روسیې د دفاع وزارت ادعا کړې چې دوی د کییف پوځي هوایي ډګرونه او د مهماتو زېرمې په نښه کړې دي.
د اوکراین د کورنیو چارو وزارت په وینا، د برید له امله ۱۱ماشومان ژوبل شوي دي.
د کیېف د نظامي ادارې مشر تېمور تکاچینکو ویلي، یو ۵ میاشتنی ماشوم هم ژوبل شوی او ۵ماشومان روغتون ته انتقال شوي دي.