د جرمني مشهوره د ورزشي توکو شرکت اډیډاس اعلان کړی، چې ښایي د خپلو محصولاتو بیې په متحده ایالاتو کې لوړې کړي. دا اعلان وروسته له هغه شوی، چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا وضع شوې نوې ګمرکي تعرفې د شرکت لګښتونه په میلیونونو یورو زیات کړل.
د اډیډاس چارواکو ویلي، چې دا تعرفې به د روان میلادي کال په دویمه نیمایي کې شاوخوا ۲۰۰میلیونه یورو نږدې ۲۳۱ میلیونه ډالر اضافي بار پر شرکت واچوي.
د دغو فشارونو له امله د شرکت د ونډو ارزښت ۱۱ سلنه راټیټ شوی او د ۲۰۲۵ کال تر دې دمه اډیډاس شاوخوا ۲۶سلنه تاوان کړی دی.
د اډیډاس اجراییوي مشر بیورن ګولډن د چهارشنبې په ورځ وویل، چې سره له دې چې لا هم د امریکا له خوا د تعرفو دقیق اندازه مشخص نه ده، خو شرکت له جدي اقتصادي فشارونو سره مخ دی.
هغه زیاته کړه: «پر لګښتونو سربېره، زما تر ټولو ستره اندېښنه دا ده چې مصرف کوونکي به د بیو لوړوالي ته څنګه غبرګون وښيي. دا نه یوازې زموږ په صنعت، بلکې د امریکا په ټول اقتصاد کې اغېز کولی شي.»
ګولډن ټینګار وکړ، چې که د امریکا تورم (قیمتونو عمومي لوړوالی) لا زیات شي، د توکو تقاضا (پېرود) به کمه شي او له امله به یې د اډیډاس پلور هم راټیټ شي.
فرانس ۲۴ حبري اژانس راپور ورکړی، چې د اډیډاس ټول پلور د ۲۰۲۵ کال په دویم ربعه کې یوازې ۲.۲سلنه زیات شوی، چې نږدې ۶.۹میلیارده ډالر تشکیلوي، دا اندازه د مالي شنونکو د اټکلونو څخه کمه ده.
د یادونې وړ ده، ویتنام او اندونیزیا چې د اډیډاس د تولید ۵۳ سلنه برخه جوړوي، اوس د امریکا له نویو تعرفو سره مخ دي. د جولای میاشتې په نیمایي کې امریکا پر ویتنامي صادراتو ۲۰ سلنه او پر اندونیزیایي صادراتو ۱۹ سلنه تعرفې ولګولې.
د ګولډن په وینا، دا تعرفې اوس د ویتنام له خوا د صادرو شویو بوټانو پر بیه ۴۶سلنه او د اندونیزیا له خوا ۴۳سلنه تعرفې رامنځته کوي، حال دا چې پخوا دا تعرفې ۲۶ او ۲۴ سلنه وې.
د اډیډاس مشر ویلي، چې شرکت هڅه کوي د خپلو مشهور برانډونو بیې تر وروستۍ اندازې پورې ثابتي وساتي، خو نوې تولیدېدونکي محصولات به ممکن د نویو قیمتونو تابع وي.
ګولډن ژمنه وکړه، چې اډیداس به د امریکا په بازار کې خپل حضور لا قوي کړي او هلته به خپلې پانګونې دوه برابره کړي، ځکه امریکا اوس هم د اډیډاس لپاره یو مهم بازار ګڼل کېږي، چې شاوخوا ۲۰ سلنه پلور یې هلته ترسره کېږي.