په کابل کې د شپږیزه کرېکټ لیګ روانو سیالیو په لړ کې د امو نهنګانو لوبډلې پیلیز توپ وهونکي نور الرحمان د چټکې سلیزې ریکارډ په خپل نوم کړ.
هغه د بند امیر ښامارانو لوبډلې پر وړاندې په ۴۰ توپونو سلیزه وهلې او په یاده لوبه کې یې په ټولو ۴۳ توپونو ۱۱۵ منډې جوړې کړې دي.
تر دې وړاندې په ۲۰۲۲ کال کې رحمان الله ګربز په ۴۸ توپونو ۱۲۱ چټکې منډې جوړې کړې وې.
د شپږیزه کرېکټ لیګ سیالیو په نننۍ لوبه کې امو نهنګانو د بند امیر ښامارانو لوبډلې ته ماتې ورکړه.