عوامي نېشنل ګوند د اسلام اباد پر لور «تر سپینو بیرغونو لاندې» لاریون کوي

۲ ساعتونه مخکې

عوامي نېشنل پارټۍ د اګست پر ۲۳مه د اسلام ‌اباد پر لور د یو ستر سوله ییز لاریون اعلان کړی، چې زرګونه پښتانه به پکې له سپینو بیرغونو سره د جګړې پر ضد راوځي. دغه ګوند وايي، دا یواځې لاریون نه، بلکې د یو ملت د ویښتیا او ګډ ضمیر غږ دی، چې نور به د جګړو نه قرباني کیږي.

د عوامی نېشنل پارټۍ د قامي امن جرګې د ایالتي کمېټې مشر میا افتخار حسین د چارشنبې په ورځ، د زمري پر اتمه، د یوې اعلامیې په ترڅ کې وویل، «امن لاریون کې به د سیاسي ګوندونو، قبایلي مشرانو، مدني ټولنې او عام ولس کاروانونه برخه واخلي، څو نړۍ ته دا پیغام ورکړي چې پښتانه نور د تحمیلي جګړو د اور خوراک نه شي کېدلی، موږ سولې ته ژمن یو.»

میا افتخار حسین ویلي: «د پښتنو سیمو ته یو ځل بیا د جګړې، بدامنۍ او ترهګرۍ تیاره راوستل کېږي، خو دا ځل به پښتون قوم د چا د جنګي اجنډا برخه نه وي. موږ خپلو اولادونو ته ټوپک نه، بلکې سپین بیرغونه غواړو».

د نوموړي په وینا، د امن لاریون د بري لپاره به له نن نه تر اګست ۲۰مې پورې د ټولو سیاسي ګوندونو له مشرانو، قبایلي مشرانو او د مدني ټولنو استازو سره پراخې مشورتي ناستې وشي.‌

په دغه لړ کې د پاکستان پیپلز ګوند، مسلم لیګ (ن)، جمعیت علماء اسلام (ف)، جماعت اسلامي، ملي وطن ګوند، نیشنل ډيموکریټیک موومنټ، پختونخوا ملي عوامي ګوند، د مزدورانو او بزګرانو پارټۍ او نورو ګوندونو مشرانو هم د امن جرګې په غونډه کې ګډون کړی، خو د پي ټي ایم په څېر حرکتونه، چې له دې وړاندې یې د پښتون قومي جرګې او امن پاڅونونو بنسټ اېښی، په دې نوي حرکت کې محسوس رول نه لري.

میا افتخار ویلي، چې د امن لپاره د ولسي اجماع رامنځته کولو لپاره، ټولو ولسوالیو ته لارښوونه شوې چې هلته موجود سیاسي حرکتونه فعال شي او چېرته چې حرکتونه نشته، د عوامي نېشنل ګوند د ولسوالیو مشران دې ژر تر ژره د "ټول ګوندیز کنفرانس" راوبولي.

نوموړي وویل: «دا یوازې د یوې سیاسي ډلې حرکت نه دی، بلکې د پښتون ملت د ویښتابه، شعور او ګډ غږ څرګندونه ده،».

په خېبر پښتونخوا کې له تېرو څو کلونو راهیسې د ترهګرۍ، هدفي بریدونو او ناامنۍ نوې څپه پیل شوې، چې تر ټولو زیات یې عام ولس او سیاسي فعالان اغېزمن کړي دي.

نور خبرونه

رادیو