امریکا: د ایران د تېلو عواید د ترهګرۍ تمویل او د ولس د ځپلو لپاره کارېږي

۳ ساعتونه مخکې

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوې نوې پرېکړې له مخې، شل سازمانونه او لس سمندري بېړۍ د هغو فعالیتونو له امله تر بندیز لاندې نیول شوي، چې د ایران د تېلو او پتروشیمي توکو د صادراتو سره مستقیمه اړیکه لري.

دا بندیزونه د واشنګټن د هغو هڅو برخه ده، چې غواړي د ایران د عوایدو هغه لارې بندې کړي کومې چې د ترهګرۍ تمویل او د داخلي ځپلو لپاره کارېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې ایران خپل تېل او پتروشیمي محصولات د ناقانونه لېږد را لېږد د یوې پراخې شبکې له لارې نورو هېوادونو ته لېږدوي.

دا شبکه په بېلابېلو قضايي حوزو کې فعاله ده او د فرېب، پټ‌کارۍ او جعلي اسنادو له لارې د بندیزونو څخه تېریږي.

د خبرپاڼې له مخې، د چین په ژوشان بندري سیمه کې یو تمځای چې له وړاندې یې هم د ایران د تحریم‌شویو بېړیو سره راکړه ورکړه لرله، د دغو ناقانونه صادراتو یوه مهمه برخه ده. د "ژوشان جین‌ران" په نوم دا شرکت د "ویولا" او "راني" په نوم د تحریم‌شویو تېل‌کشونو بارونه تخلیه کړې او لږ تر لږه شپږ ځلې یې د ایران تېل ترلاسه کړي دي.

امریکایي چارواکي وایي، دغه ناقانونه فعالیتونه د سمندري امنیت او نړۍوال تجارت لپاره جدي ګواښ دی.

د دوی په وینا، دغې بېړۍ میلیونونه بوشکې خام تېل، د تېلو محصولاتو او پتروشیمي مواد لېږدولي دي او د ایران د صادراتي شبکې مهم غړی دی.

واشنګټن ټینګار کړی، چې د دغو بندیزونو موخه دا ده چې د ایران حکومت نور ونشي کولای له خپلو طبیعي منابعو عواید تر لاسه کړي، څو د هغه له لارې د بهرنیو ترهګرو ډلو ملاتړ او د خپل ولس د ازادۍ د غوښتنو پر وړاندې ځپلو ته دوام ورکړي.

امریکا ویلي، تر هغو چې ایران له نړۍوالو قوانینو سرغړونه کوي، د ترهګرو ملاتړ کوي او د خپلو خلکو د حقونو پر ضد درېږي، د فشارونو لړۍ به دوام ولري.

نور خبرونه

رادیو