د ملا ملاهبت الله په امر؛ ۷۰ تنو معلولو طالبانو ته د فني او حرفوي زده کړو زمینه برابره شوې

۳ ساعتونه مخکې

د طالبانو د کار او ټولنیزو چازو وزارت وايي چې د ملا هبت الله په حکم او د دې ډلې د دفاع وزارت او تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې په همغږۍ ۷۰ تنو معلولو طالبانو ته د فني او حرفوي زده‌کړو زمینه برابره شوې ده.

دغه معلول طالبان به په بېلابېلو برخو کې ۶ میاشتنۍ زده کړې ترلاسه کړي.

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت نن سې شنبه د زمري۷مه وویل، چې ‏د طالبانو معلول وسله وال به د خیاطۍ، کمپیوتر زده‌کړې، د موبایل ترمیم، د کورنیو برېښنایي وسایلو ترمیم، د موټرسایکل او موټرو ترمیم په حرفو کې تر شپږ میاشتنیو نظري او عملي زده‌کړو وروسته د کار بازار ته د ماهرو کارګرو په توګه وړاندې شي.

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت فني او حرفوي زده‌کړو د همغږۍ او انسجام رییس عبدالغني وفا هم په خپلو خبرو کې معلولو طالبانو ته ډاډ ورکړی، چې تر نظري او عملي زده‌کړو وروسته به د کار او ټولنیز چارو وزارت په اړوندو حرفو کې ورته د کار زمینه هم برابره کړي.

په افغانستان کې نیوکې دا دي، چې طالبان په هره په برخه کې یوازې خپلو وسله والو ته پاملرنه کوي او په ټولو دولتي او غیر دولتي ادارو کې خپل پلویان وګوماري.

نور خبرونه

رادیو