د پښتونخوا د باجوړ ولسوالۍ په څو سیمو کې درې ورځنی ګرځ بندیز اعلان شو

۱۶ ساعتونه مخکې

د خیبرپښتونخوا د باجوړ ولسوالۍ په ۱۶ سیمو کې درې ورځنی ګرځ بنديز اعلان شوی او خلکو ته ویل شوي، چې له خپلو کورونو ونه ووځي.

د دغه بندیز موخه د ناقانونه وسله‌والو پر ضد د پاکستان پوځ پوځي عملیات ښودل شوي.

په خبرپاڼه کې له خلکو غوښتل شوي، چې د ځان ساتنې لپاره د جولای له ۲۹مې څخه تر ۳۱مې پورې په خپلو کورونو کې پاتې شي.

د پاکستان پوځ تر دې مخکې هم د خیبر پښتونخوا ایالت په بېلابېلو سیمو کې پوځي عملیات کړي، چې ډېری قربانیان یې ولسي وګړي دي.

نور خبرونه

رادیو