د بشري حقونو د څار سازمان: طالبانو په کابل کې د ښځو د خپلواکۍ پروړاندې تازه یرغل پیل کړی

۱۱ ساعتونه مخکې

د بشري حقونو د څار سازمان د دوشنبې په ورځ په خپل تازه راپور کې ویلي، چې طالبانو په تېرو دوو اونیو کې د حجاب د اصولو د نه مراعتولو په پلمه لسګونه ښځې او نجونې د کابل له بېلابېلو سیمو نیولي دي، چې د طالبانو دا اقدام د افغان ښځو پر خپلواکۍ یو «بې‌رحمانه یرغل» بلل کېږي.

یاد سازمان په خپل راپور کې همداراز ویلي، چې د طالبانو دغو وروستیو نیونو د افغانستان ټولې ښځې او نجونې وېرولې دي.

د راپور له مخې، د بشري حقونو د څار ډلې له یو شمېر کابل مېشتو نجونو سره په دې اړه مرکې کړې دي.

یوه له دغو نجونو چې "سارا" نومول شوې، ویلي: «اوس مهال په افغانستان کې داسې څه نه شته چې هغه دې بدحجابي وبلل شي. طالبان که هر څومره محدودیتونه ولګوي، نجونې بیا هم له کوره وځي او خپل حجاب ته د فېشن او رنګ بڼه ورکوي. ښايي همدا د طالبانو اصلي ستونزه وي.»

راپور زیاتوي، طالبان هڅه کوي د ښځو پر بدن او هویت کنټرول ټینګ کړي، څو په ټولنه کې د نارینه‌محوره واکمنۍ بنسټونه لا غښتلې کړي او ښځې له ټولنیز ژوند څخه ورو ورو وباسي.

د ښځو د حقونو مدافعین دا سیاستونه د یوه پراخ نظام برخه ګڼي، چې دوی یې "جنسیتي اپارتایډ" بولي؛ یو سیستماتیک او جوړښتی ظلم چې د جنسیت پر بنسټ د خلکو حقونه تر پښو لاندې کوي.

د بشري حقونو د څار سازمان په خپل راپور کې ویلي، چې دا نیونې د طالبانو له‌خوا د "فحشا او منکراتو" د ظالمانه حکم د پلي کولو بله مرحله ده. دا حکم، چې ټاکل شوې د ۲۰۲۴ کال د اګست تر میاشتې پورې بشپړ تطبیق شي، ټولې ښځې مکلفوي چې په عامه ځایونو کې خپل ټول بدن، ان مخ هم پټ کړي.

د راپور په وروستیو برخو کې د بشري حقونو د څار سازمان د نړۍوالې ټولنې پر چوپتیا نیوکه کړې او په ځانګړي ډول یې د روسیې له هغې پرېکړې اندېښنه ښودلې، چې طالبان یې په رسمیت پېژندلي دي. د راپور له مخې، دا کار د طالبانو له‌خوا د ښځو پر وړاندې د ظلم عادي کول ګڼل کېږي.

یاد سازمان وړاندیز کړی، هغه هېوادونه چې د ښځو او نجونو حقونو ته ارزښت ورکوي، باید د افغان ښځو د ملاتړ لپاره عملي اقدامات وکړي. د دوی په باور، یو مهم ګام دا دی چې د "جنسیتي اپارتایډ" اصطلاح باید د یوه نړۍوال جرم په توګه وپېژندل شي او دا موضوع باید پراخ نړۍوال ملاتړ هم ترلاسه کړي.

نور خبرونه

رادیو