شپږیزه کرېکټ لیګ؛ بند امیر د بُست ساتونکو او سپین غر مس عینک ته ماتې وکړه

۳ ورځې مخکې

نن د شپږیزه کرېکټ لیګ په ۱۵مه لوبه کې بند امیر ښاماران لوبډلې د بُست ساتونکو لوبډلې ته په ۳ درېیو ویکټو او په ۱۷مه لوبه کې بیا د سپین غر پړانګانو د مس عینک اتلانو ته د ۵۰ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

د شپږیزه لیګ په دې سیالیو کې د دوشنبې په ورځ (د زمري ۶مه) دوه لوبې ترسره شوې، چې لومړۍ لوبه د بند امیر ښاماران او بُست ساتونکو ترمنځ وشوه.
بُست ساتونکو د لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې توپوهنه وکړه او په شلو اورونو کې یې ۱۸۲ منډې جوړې کړې.
د لوبې په دویمه پاڼۍ کې د بند امیر ښاران لوبډلې د لوبې په وروستي اوور کې د سیالې لوبډلې هدف پوره کړ او لوبه یې د درېیو وېکټو په توپیر وګټله.
په دویمه لوبه کې د سپین غر پړانګان لوبډلې د شپږو وېکټو په زیان سره ۱۹۱ منډې جوړې کړې، خو د مس عینک اتلانو ونه شو کړای چې په شلو اورونو کې د سیالې لوبډلې هدف پوره کړي او لوبه د ۵۰ منډو په توپیر سره د سپین غر پړانګان لوبډلې په ګټه تمامه شوه.

نور خبرونه

رادیو