په هرات کې د طالبانو والي نور احمد اسلام جار د پاشدان د اوبو بند په شاوخوا کې د اوسېدونکو خلکو د ژغورنې لپاره د لازمو تدابیرو او لامبو د منعه کولو سپارښتنه کړې ده.دغه لارښوونې داسې مهال کیږي، چې په دغه بند کې په دې وروستیو کې د لامبو وهنې پرمهال څو تنه ډوب شوي دي.
د طالبانو د هرات ولایت مقام نن دوشنبه د زمري ۶مه وویل، چې د هرات والي نور محمد اسلامجار د هریرود_مرغاب سندیزې حوزې له رییس سره په لیدنه کې وویل چې پاشدان بند کې لامبو منعه ده.
نوموړي ټینګار کړی، چې پرمختللې کښتۍ او کافي شمېر روزل شوي او ماهر لامبوزن چې صحي زدهکړې یې هم کړې وي باید د ژغورنې د ماموریتونو لپاره د پاشدان بند ته ولېږل شي.
همداراز د طالبانو والي امر کړی، چې د خبرداري لوحې باید د بند په بېلابېلو برخو کې ولګول شي او د اوبو لوړوالی باید په ټولو سیمو کې په دقیقه توګه وڅارل شي او په نښه شي، څو خلک له احتمالي خطرونو خبر وي.
د طالبانو د هرات والي نور محمد اسلامجار طالب مسوولینو ته لارښوونه کړې، چې ټول لازم امکانات د خلکو د ژغورنې لپاره باید له نن څخه په پاشدان بند کې برابر شي او اړوند قراردادونه پرته له ځنډه عملي شي.
د یادونې وړ ده، چې د هرات پوهنتون د طب پوهنځي د یو تن محصل عبدالرحیم جسد پرون له اوبو څخه را ایستل شوی دی.