د طالبانو کابل امنیه قومانداني وايي، د ښار د پنځلسمې امنیتي حوزې له شاوخوا سیمو یې د موټرو د غلو یوه ۱۲ کسیزه شبکه نیولې ده. طالبان وايي، یادو کسانو له کابل، ننګرهار، لغمان، هرات او بلخ ولایتونو څه باندې سل موټر غلا کړي دي. له دغو کسانو شاوخوا ۳۰ موټر ترلاسه شوي دي.
په دې ۱۲ کسیزه شبکه کې پر غلو سربېره د هغوی هغه همکاران هم شامل دي چې غلا شويو موټرو ته یې جعلي شاسي نمبرونه وهل او رنګونه یې هم وربدلول.
د طالبانو د کابل امنیه قوماندانۍ د مرستیال محمد شاکر سعید په وینا، یادو کسانو له کابل، ننګرهار، لغمان، هرات او بلخ ولایتونو څه باندې سل موټر غلا کړي او بیا یې ننګرهار او بلخ ولایتونو ته لېږدول او هلته یې د شاسي او رنګ له بدلولو وروسته پر خلکو پلورل.
ویل کېږي له یادو کسانو شاوخوا ۳۰ موټر هم ترلاسه شوي او ځینې یې بېرته اصلي مالکانو ته هم سپارل شوي دي.
په لنډه موده کې د څه باندې سلو موټرو غلا کېدل د دې ښکارندويي کوي چې له کابل سربېره په لویو ښارونو کې غله لا هم فعال دي او طالبان یې په مخنیوي او نیولو کې پاتې راغلي دي.