په افغانستان کې مشهور شیعه عالم واعظزاده بهسودي وايي، د کابل په لویدځې څنډه «دشت برچې» کې یې دفتر چې د طالبانو د عدلیې وزارت لهخوا تړل شوی و؛ بېرته پرانېستل شو.
د ښاغلي بهسودي د دفتر لهخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې یاد دفتر د روانې زمري میاشتې په لومړۍ نېټه د نامعلومو کسانو د شکایتونو له مخې تړل شوی و؛ خو دغه شکایتونه د خبرپاڼې په ټکو یوه «دسیسه» وه.
د دفتر له تړل کېدو وروسته دیني عالم بهسودي ویلي چې د مهدویه جومات او مدرسې «مذهبي سرپرستي» څخه استعفا کوي.
که څه هم طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي؛ خو واعظزاده بهسودي تازه ویلي، چې طالبان له نړۍوالو ټولنې سره له ښو اړیکو او په کور دننه له ټولو قومونو سره د ګډ تفاهم پرته بریا ته نه شي رسېدای.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو په همدې څو ورځو کې د دغه ډلې استاد او عالم عبدالسمیع غزنوي نیولی او محاکمه کړی دی.