د شپږیزه کرېکټ لیګ سیالیو پر دوام؛ نن به د دغه سیالیو لومړۍ لوبه د بُست ساتونکو او د بند امیر ښامارانو لوبډلو ترمنځ او دویمه لوبه به له غرمې وروسته د امو نهنګانو او سپین غر پړانګانو ترمنځ وشي.
د مس عینک اتلانو او امو نهنګانو لوبډلې په ۴ بریاوو او ۸ نمرو سره د دغه سیالیو د جدول په سر کې ځای لري.
د شپږیزه کرېکټ لیګ لسم پړاو سیالۍ د تېرې چنګاښ میاشتې په وروستیو کې د پنځو لوبډلو په ګډون په کابل کې پیل شوې او د اګسټ میاشتې تر لومړۍ نېټې به دوام وکړي.
په دغه سیالیو کې د افغانستان له ټولو زونونو پنځه لوبډلې سپینغر، امو، بند امیر، بُست او مس عینک برخه لري.
د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، چې په دغه لیګ کې څه باندې ۹۰ لوبغاړو ته په پنځو لوبډلو کې د لوبېدو چانس ورکړل شوی دی.
د شپږیزه کرېکټ لیګ په لسم پړاو سیالیو کې د ځوانو لوبغاړو ترڅنګ د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې ځینو لوبغاړو هم ګډون کړی دی.