د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د اسلامي هېوادونو ترمنځ د یووالي سیالیو په لړ کې سبا د مراکش ير وړاندې د لوبو ډګر ته ښکته کېږي. دغه لوبه د کابل په وخت د غرمې په ۱۱:۳۰ بجو د ریاض په کوربهتوب پیلېږي.
افغان لوبډلې د دغه سیالیو په لومړۍ لوبه کې تاجکستان ته د ۹ـ۵ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او تېره ورځ د ایران پر وړاندې یې دویمه لوبه ۲-۲ مساوي اعلان شوه. د مراکش ملي لوبډلې هم له ایران سره ۲-۲ مساوي لوبه وکړه او تاجکستان ته یې د ۷-۱ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه.
که افغان لوبډله سبانۍ لوبه وګټي؛ نو په مستقیمه توګه به د سیالیو بل پړاو ته ولاړه شي.

