طالبانو د پخوانۍ ولسي جرګې د مرستیال میرزا کټوازي ګڼ همکاران نیولي

۵ ساعتونه مخکې

دریو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې طالبانو د ځمکو په اسنادو کې د «جعل» په تور د پخوانۍ ولسي جرګې د مرستیال محمد میرزا کټوازي شاوخوا ۲۰ همکاران نیولي دي. سرچینې وايي، دغه کسان د عبدالحکیم شرعي په امر نیول شوي او د هغه شخصي زندان ته اچول شوي.

دریو سرچینو د شنبې او یکشنبې په ورځ، د زمري څلورمه او پنځمه، افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې کټوازی د کابل په بګرامیو، احمدشاه بابا مېنه، درېیم مکروریان او نورو سیمو کې د ځمکو په جعلکارۍ تورن شوی او د نوموړي د ځمکو او پولي معاملاتو د تصفیې امر ور کړل شوی دی.

سرچینو وویل، چې « د کابل په بګرامیو، احمدشاه بابا مېنه، قبایلو وزارت ته څېرمه درېیم مکروریان او نورو سیمو کې د نوموړي د ملکیتونو د اسنادو د تصفیې امر ورکړل شوی او ۲۰اړوند کسان یې نیول شوي دي».

یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د کټوازي پر همکارانو دا تور هم دی، چې د جعلکاریو له لارې یې د پخوانیو شاهي ځمکو د خپلولو هڅه کړې ده.

سرچینې دغه راز وايي، چې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني هڅه وکړه، چې یاد کسان له زندان نه خوشې کړي، خو د عدلیې پر وزیر عبدالحیکم شرعي یې زور نه رسیږي، ځکه نوموړي ته ملا هبت الله اخوندزاده د ځمکو د غصب د تعقیب په مساله کې خلاص لاس ور کړی دی.

د میرزا کټوازي په اړه ویل کیږي، چې له سراج الدین حقاني او ددې ډلې له کسانو سره نږدې اړیکې لري.

د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي د سراج الدین حقاني مخالف ګڼل کیږي او د هغه د مالي او نفوذي لارو پر ډب کولو تورن دی.

میرزامحمد کټوازي ته نږدې سرچینو د شنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې نوموړی له هېواده بهر په متحده عربي امارات کې اوسیږي، خو دا یې ومنله، چې د کټوازي یو شمېر همکاران د طالبانو اړوند ادارو نیولي دي.

افغانستان انټرنشنل د میرزا کټوازي له شمېرې سره اړیکه ونیوله، خو له دوو ورځو هڅو سره سره هغه د موضوع په اړه جزئیات ور نه کړل او د یکشنبې په ورځ یې له اړوند شمېرې ځواب راغی، چې نوموړی بېرته کابل ته ستون شوی.

له دې وړاندې داسې رپوټونه ورکړل شوي، چې د نوموړي د نیولو امر هم ور کړل شوی، خو افغانستان انټرنشنل دغه رپوټونه تایید نه کړای شول.

طالبانو په تېره غویي میاشت کې د پکتیا ولایت د ځاځي اریوب ولسوالۍ د سپینې شګې پارک د میرزا کټوازي ګروپ ته په ۲۰۰میلیونه افغانیو په قرارداد ورکړ. په قرارداد کې د کټوازي شرکت مکلف ګڼل شوی، چې د ٦ کالونو په بهیر کې به پر پارک د ٢٠٠ میلیونه افغانیو پانګونه کوي او هر کال به طالبانو ته دوه میلیونه افغانۍ ورکوي.

نور خبرونه

رادیو