ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته خبر ورکړی چې پاکستاني پوځیانو د خېبرپښتونخوا د خېبر ولسوالۍ د تیراه درې مرکزي باغ سیمه کې پر ځایي لاریونکوونکو ډزې کړي او د ۳ کسانو د وژل کېدو سربېره یې ۸ نور ټپیان کړي. ولس د پوځ لهخوا د یوې ماشومې د ویشتل کېدو په غبرګون کې لاریون کړی و.
سرچینو یکشنبه (زمري مه) ویلي چې لاریونکوونکو د پوځیانو له لوري د ټپي شوې نجلۍ د ۷ کنډک په نوم د یوې نظامي قرارګاه مخې ته د اعتراض په توګه ور وړې او د پوځ خلاف یې شعارونه ورکول. سرچینې زیاتوي، دغه لاریون د پوځیانو او ملکيانو ترمنځ په تاوتریخوالي اوښتی دی. د معلوماتو پر بنسټ، د پاکستاني پوځیانو په ډزو کې ۳ لاریونکوونکي وژل شوي او ۸ نور ټپیان دي.
یاده ماشومه نجلۍ پوځیانو په سیمه کې د چاڼیزو عملیاتو پر مهال په ډزو زخمي کړې وه، خو اوس یې د مرګ او ژوند په تړاو مالومات نشته. د پاکستان د پارلمان غړي او ځايي اوسېدونکي اقبال افریدي دا پېښه په کلکه غندلې ده. هغه هم په ډزو کې د ۳ ملکيانو وژل کېدل تایید کړي ډي. د نوموړي په وینا، د پاکستان پوځ په دغه ډول کړنو سره د حق غوښتنې غږونه نه شي غلي کولای.
په ورته مهال د خېبر پښتونخوا د ولایتي شورا یا صوبایي اسمبلۍ غړی عبدالغني افریدی لاریونونه د خلکو حق بولي او پرې ډزې کول ظالمانه چلند ګڼي. له تر اوسه پورې د پاکستان پوځ او ایالتي حکومت په دې تړاو څه نه دي ویلي. دا لومړی ځل نه دی چې په تېره کې دغه ډول پېښه کېږي، بلکې ځایي اوسېدونکو ادعاوې کړي چې په وار وار پاکستاني پوځیانو بېګناه ملکي وګړي په ډزو وژلي دي.