د پاکستان په پلازمېنه او سند ایالت کې د دوو ټرافیکي پېښو له امله ۱۱ کسان مړه او ۳۹ نور ټپيان شوي دي.
د ځايي پولیسو په وینا، دغه پېښې د چلوونکو د بې احتیاطۍ له امله رامنځته شوې او د یوې پېښې موټر چلوونکی په تېښته بریالی شوی او د نیونې په موخه یې هڅې روانې دي.
لومړۍ ټرافیکي پېښه د اسلاماباد او لاهور ترمنځ په چکوال سیمه کې د یوه مسافر وړونکي بس د چپه کېدو له امله رامنځته شوې او پکې ۹ کسان مړه او ۳۱ نور ټپيان شوي دي.
د ځايي پولیسو په وینا، دغه پېښه د بس چلوونکي د بې احتیاطۍ له امله شوې او بس چلوونکی له پېښې وروسته تښتېدلی دی.
دویمه پېښه د پاکستان د سند ایالت په جامشورو سیمه کې د مسافر وړونکي او باروړونکي موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې او په پایله کې یې هم ۲ کسان مړه او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۸ نور ټپيان شوي دي.
د پولیسو په وینا، په مړو شویو کسانو کې د باروړونکي موټر چلوونکی هم شامل دی.