د تېرا پېښې ته د منظور پشتین غبرګون: د پښتون وطن پر وړاندې جګړه په خورا مهارت روانه ده

۴ ورځې مخکې

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین د تېرا پېښې ته غبرګون ښودلی او وايي، چې دا جګړه « زموږ د ملت او زموږ د پښتون وطن په وړاندې په خورا مهارت او چالاکۍ سره روانه ده».

منظور پشتین وايي، چې د تېرا په میدان سیمه کې د پاکستاني پوځیانو په ډزو کې ۵ پښتانه وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، چې د تېرا زخه خیل په سیمه کې د پاکستاني پوځ د هاوان ګولۍ له امله د اجمل خان اپریدي د ځوانې لور له وژل کېدو وروسته، ولسی خلکو یو لاریون پیل کړی، خو د پاکستان پوځ په تاریخي ډول د دې ځمکې پر مالکینو برید وکړ چې دوی ته یې مرګ ژوبله واړوله.

په ټولنیزو رسنیو کې خپرو شویو ویډیوګانو کې لیدل کیږي، چې پاکستاني پوځیان په لاریونوالو مخامخ ډزې کوي.

منظور پشتین لیکلي:«دا جګړه نه یوازې د منابعو په لوټلو پورې محدوده ده بلکې دا جګړه له دې څخه ډیره لوړه ده او د پښتنو د نسل وژنې جګړه ده.»

منظور په دې باور دی چې «ددې جګړې دوه خواوې دي یو د پنجاب پوځ او بل بې وسلې پښتانه دي».

هغه پر پښتونو غږ وکړ، چې له دغه وضعیت څخه د وتلو چاره به وخت ونیسي، خو د ظلم او ستم له لارې تویې شوې وینې هر څاڅکی او د هغې انتقام دې نه هیروي.

ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته خبر ورکړی و، چې پاکستاني پوځیانو د خېبرپښتونخوا د خېبر ولسوالۍ د تیراه درې مرکزي باغ سیمه کې پر ځایي لاریون‌کوونکو ډزې کړې دي.

سرچینو ویلي، چې لاریون‌کوونکو د پوځیانو له لوري ټپي شوې نجلۍ د ۷ کنډک په نوم د یوې نظامي قرارګاه مخې ته د اعتراض په توګه ور وړې وه او د پوځ خلاف یې شعارونه ورکول خو دغه لاریون وروسته د پوځیانو او ملکيانو ترمنځ په تاوتریخوالي اوښتی دی.

د پاکستان پوځ او حکومت تراوسه ددې لاریون او پېښې په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

نور خبرونه

رادیو