د مې ۹مې تاوتریخوالي قضیه؛ د تحریک انصاف درې جګپوړي غړي په ۱۰ کاله بند محکوم شول

پرون

د پاکستان د فیصل‌اباد ترهګرۍ ضد ځانګړې محکمې (ATC) د می ۹مې نېټې د تاوتریخوالي اړوند قضیه کې د تحریک انصاف ګوند دریو جګپوړو غړو عمر ایوب، شبلي فراز او زرتاج ګل هر یوه ته ۱۰-۱۰ کاله د بند سزا واوروله.

دا تاوتریخوالی په ۲۰۲۳ کال کې هغه مهال رامنځته شو، چې مظاهره‌چیانو په ټول هېواد کې پر پوځې تاسیساتو بریدونه وکړل.

محکمې په خپله پرېکړه کې د ټولو ۱۸۵ تورنو کسانو له ډلې ۱۰۸ کسانو ته سزا واوروله، چې پکې د پاکستان د سني اتحاد شورا مشر او د ملي اسامبلۍ غړی صاحب‌زاده حمید رضا هم شامل دی؛ نوموړي ته هم ۱۰ کاله بند سزا ورکړل شوې ده.

په همدې قضیه کې د تحریک انصاف پخوانی ویاند فواد چودري، زین قریشي او خیال کاسترو له تورونو بري شوي دي.

نور خبرونه

رادیو