پاکستاني موټرسایکل ‌چلوونکو د مرکزي اسیا سفر پیل کړ

۱۱ ساعتونه مخکې

یوه ۱۵ کسیزه ډله پر موټرسایکلونو د افغانستان، تاجکستان او ازبکستان پر لور روان شوه، څو د اقتصادي همکاریو سازمان (ECO) غړو هېوادونو ترمنځ د ګرځندوئ او کلتوري اړیکو پیاوړتیا ته وده ورکړي

دا سفر د پنجاب د سیاحت پراختیایي ادارې (TDCP) په نوښت پیل شوی او ټاکل شوې ده، چې پلاوی به یې د ۲۳ ورځو په ترڅ کې ۵۰۰۰ کیلومتره مزل وکړي. د دوی مسیر له اسلام‌اباده تر کابل، کندهار، سمرقند، بخارا او تاشکند پورې غځېدلی دی.

د ډلې مشر مکرم ترین ویلي، موخه‌یې سیمه‌ییز تفاهم، سوله او دوستي پراخول دي.

بل غړی نظر سعید خان وایي، چې دوی هڅه کوي د سیمې له نورو موټرسایکل‌چلوونکو سره اړیکې ټینګې کړي او پاکستان ته یې دعوت کړي.

د پنجاب د سیاحت پراختیا ادارې مشر، ډاکټر ناصر محمود، دغه سفر د سیمې د سیاحت، دوستۍ او کلتوري یووالي لپاره یو مهم ګام وباله او ویې ویل چې دا ډول نوښتونه پاکستان نړیوالو ته په مثبت شکل ورپېژني.

نور خبرونه

رادیو