تحریک طالبان پاکستان یا ټيټيپي نن (شنبه، زمري ۴مه) د یوې خبرپاڼې په خپرېدو سره ادعا کړې چې ګڼ شمېر پاکستاني ځواکونه د بېلابېلو لاملونو له کبله له جګړې ستړي شوي او د دوی پر وړاندې په عملیاتو کې یې له ګډونه انکار کړی دی.
په خبرپاڼه کې په ورځنۍ کچه د پاکستاني ځواکونو له ۳۰ تر ۴۰ کسانو ته د مرګ ژوبلې اوښتل، د روان جنګ په حقیقت پوهېدنه، د امنیتي مشرانو له لوري د امنیتي سرتیرو ګوښه کول، د ادارو ناسم چلند او په ټوله کې د شرایطو سختوالی، له جګړې نه د پاکستاني ځواکونو د زړه توري کېدو لاملونه بللل شوي دي.
په خبرپاڼه کې همدا راز ادعا شوي چې تحریک طالبان پاکستان دغه معلومات د پاکستان له بېلابېلو برخو ترلاسه کړي او په ورته وخت ډېری ځواکونو له خپلو دندو استعفاوې هم کړي دي.
یادې وسلهوالې ډلې ادعا کړې چې د پاکستان امنیتي بنسټونه د یادو شویو لاملونو له کبله د کسانو له کمښت سره مخامخ دي او په دغه بنسټونو کې عمومي روحیه ډېره ځپل شوې ده.
د تحریک طالبان پاکستان له لوري په خپرې شوې خبرپاڼه کې همدا راز راغلي چې د پاکستان امنیتي بسټونه په بېلابېلو سیمو کې د لوړو امتیازونو په بدل د ځواکونو د جذبولو اعلانونه کوي؛ خو خبرداری ورکړی چې خلک باید دې مسلې ته جدي پام وکړي او په دغه اعلانونو تېر نه وځي.
په پاکستان کې رسمي سرچینو د تحریک طالبان پاکستان د دغې خپرې کړې خپرپاڼې په اړه تراوسه څه نه دي ویلي.