د خېبر پښتونخوا پولیسو وایي، چې د سوات په بریکوټ سیمه کې د ترهګرو ضد څانګې ځواکونو سره په ګډو عملیاتو کې د پاکستاني طالبانو درې مهم غړي وژل شوي دي. په وژل شویو کې د رحیم الله رحماني په نوم د کونړ ولایت اوسېدونکی هم شامل دی.
د خېبرپښتونخوا پولیسو د شنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د ټي ټي پي یادو غړو په ګڼو ترهګریزو برېدونو کې لاس درلود او له ډېر وخت راهیسې د پاکستان د امنیتي ځواکونو تر څار لاندې وو.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې افغان وګړی رحیم الله رحماني د امان الله زوی په دوو جلا ترهګریزو قضیو کې ښکیل و او د امنیتي ځواکونو تر څار لاندې و.
همدارنګه پولیسو ویلي، په ګډو عملیاتو کې د ټي ټي پي وژل شوي غړي جمال او اسحاق چې د وقاص او جنید په نومونو مشهور وه د عبرت شاه زامن وه.
د پولیسو په خبرپاڼه کې له درې واړو څخه «تر تعقیب لاندې ترهګرو» په نوم یادونه شوې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان په ځلونو طالبان تورن کړي، چې ټي ټي پي ته یې په افغانستان کې پناه ورکړي ده، خو طالبانو تل دغه ډول ادعاوي رد کړي دي.