په اسلاماباد کې مېشتو یو شمېر افغانانو نن (شنبه، زمري ۴مه) افغانستان انټرنشنل- پښتو ته ویلي چې پاکستاني پولیس بي۱۷ ښارګوټي ته ورغلي او ځینې کورنۍ یې له ځان سره بېولې دي.
دوی وايي چې پولیس له لویو موټرو سره د افغان کډوالو د استوګنې سیمې ته ورغلي او د ښځو او ماشومانو په ګډون یې ګڼ کسان نیولي دي.
د دغه ښارګوټې یوه اوسېدونکی چې نه غواړي نوم یې په راپور کې یاد شي وايي، د پولیسو د نیولو له وېرې له کوره وتلی؛ خو د پولیسو لوی موټر یې لیدلي چې له افغانانو ډک له دغه ښارګوټي وتلي دي.
په اسلاماباد کې د افغانانو د شورا مشر میوند عالمي افغان هم وايي چې پولیسو له تېرو ۱۰ ورځو راهیسې د اسلاماباد په بېلابېلو سیمو کې چاڼړیز عملیات پیل کړي دي. د افغان په خبره، پولیس هره ورځ په افغان مېشتو سیمو کې افغانې کورنۍ نیسي او حاجي کمپ ته یې لېږدوي.
که څه هم د تازه نیولشویو کسانو د کره شمېرې په اړه معلومات نشته؛ خو په اسلاماباد کې د افغانانو شورا وايي چې پولیسو په تېرو څه باندې ۱۰ ورځو کې د بې ۱۷ ښارګوټې په ګډون له افغان میشتو سیمو ګن کسان بېولي چې ځیني یې افغانستان ته هم ډیپورټ کړي دي.
له هغه وروسته چې په پاکستان کې د ویزو موده یوې میاشتې ته راکمه شوه او بیا له تېرو څه باندې درېیو اوونیو د ویزو د تمدید لړۍ په ټپه درېدلې؛ افغان کډوال له سختو ننګونو سره مخامخ دي.