د مقاومت جبهې د ښځو شورا د جرمني له‌خوا د طالبانو استازو منل، له ډیمواکراسۍ سرغړونه بللې

۲ ورځې مخکې

د افغانستان د مقاومت په نوم د طالبانو مخالفې جبهې د ښځو شورا د جرمني حکومت له‌خوا په برلین کې د افغانستان په سفارت کې د طالبانو د دوو استازو د منلو وروستۍ پرېکړه غندلې او هغه یې د «ډیموکراسۍ او بشري حقونو» له اصولو سرغړونه بللې ده.

په دې اعلامیه کې چې پنج‌شنبه (د زمري ۲مه) خپره شوې، راغلي چې طالبانو په سېستماتیک ډول په افغانستان کې د بشري حقونو او په ځانګړې توګه د ښځو له حقونوسرغړونه کړې ده. نوموړې شورا وايي، چې له زده‌کړو، کار او سیاسي ګډون نه د ښځو محرومول د طالبانو اصلي څېره ښيي.

د مقاومت په نوم جبهې د ښځو شورا ټینګار کړی، چې طالبانو مدني اعتراضونو او د خلکو مشروع غوښتنو ته په تاوتریخوالي سره ځواب ورکړی دی. د دې جبهې په وینا؛ طالبان د افغان ملت مشروع استازي نه‌شي کېدای.

نوموړې شورا د جرمني پر حکومت غږ کړی، چې له طالبانو سره له هر ډول رسمي همکارۍ ډډه وکړي او د افغانانو، په ځانګړې توګه د ښځو چې تر سخت فشار او پراخو محدودیتونو لاندې دي؛ ملاتړ وکړي.

یادې شورا خبرداری ورکړی، چې د طالبانو مشروعیت به د بشري حقونو او د افغانستان سیاسي راتلونکي لپاره خطرناکې پایلې ولري.

نور خبرونه

رادیو