داسي ښکاري چې نتنیاهو او ټرمپ له حماس سره د غزې د اوربند خبرې پرېښي دي

AP ۱۴۰۴ زمری ۳

د اسراییل لومړي وزير بنیامین نتنیاهو او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعه په ورځ داسي څرګندونې وکړې، چې ښکاري دوی له حماس سره د غزې د اوربند خبرې پرېښي دي.

دواړو وویل، اوس دا خبره روښانه شوې، چې فلسطيني وسله وال حماس د سولې هوکړې ته علاقه نه لري.

د اسراییل لومړي وزير بنیامین نتنیاهو وویل، چې اسراییل اوس د بدیلو لارو چارو په اړه فکر کوي تر څو خپلې موخې تر لاسه کړي.

نوموړي ویلي، هڅه کوي له غزې خپل یرغمل شوي کسان راولي او د حماس واکني پای ته ورسوي.

په ورته وخت کې د غزې په تړانګه کې لوږه زياته شوې، ډېری خلک بې کوره شوي او په سیمه کې پراخه ویجاړي رامنځ ته شوې.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د حماس مشرانو د «تعقیب او نیولو» ته په اشارې په سپينه ماڼۍ کې خبريالانو ته وویل: « حماس رښتیا هم نه غوښتل کومه هوکړه وشي. زه فکر کوم دوی غواړي مړه شي او دا ډېره بده ده او دا کار تر هغه حده رسېدلی چې باید دغه موضوع بشپړه حل شي.»

د ټرمپ له څرګندونو داسي ښکاري، چې د لنډ مهالي جګړې د بندېدو یا اوربند د خبرو د بیا پيل لپاره وخت نه شته، په داسي حال کې، چې د نړيوالو په اندېښنه په غزه کې د جګړه ځپلې سيمې د لوږې خرابېدونکی حالت ورځ تر بلې زیاتیږي.

د فرانسې ولسمشر ایمانویل میکرون په غزه کې د بشري وضعیت خرابوالي ته په غبرګون کط ویلي، چې پاريس به د لوېديځو قدرتونو له ډلې لومړۍ هېواد وي، چې فلسطین دولت به په رسميت وپېژنې.

نور خبرونه

رادیو