امریکا خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی، چې ایران ته له سفر کولو ډډه وکړي

۳ ساعتونه مخکې

د امریکا بهرنیو چارو وزارت، خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی، چې ایران ته له سفر کولو څخه په جدي ډول ډډه وکړي.

دغه وزارت وايي، ایران حکومت په اوسني حالت کې له غیرعادي شک‌ ګمان، تعقیب او امنیتي تعزیراتو سره مخ دی، بهرني وګړي او په ځانګړي ډول امریکایان له جدي خطر سره مخ کولای شي.

دغه وزارت وايي، د ایران حکومت په اوسني حالت کې له غیرعادي شک‌ګمان، تعقیب او امنیتي تعزیراتو سره مخ دی، بهرني وګړي او په ځانګړي ډول امریکایان له جدي خطر سره مخ کولای شي.

په یوه لنډه اعلامیه کې، چې د جمعې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري پر ایکس خواله رسنۍ خپره شوې، راغلي: « د ایران رژیم له اسراییل سره تر ۱۲ ورځنۍ جګړې وروسته، په یوه شکمن او امنیت‌محور حالت کې دی. د جاسوسانو، مخالفینو او بهرنیانو پر وړاندې بې‌ساري تعقیب روان دی.»

په اعلامیه کې ټولو هغو کسانو ته چې غواړي ایران ته سفر وکړي، خبرداری ورکړل شوی چې باید خپل تصمیم له سره وارزوي.

یاد وزارت ټینګار کړی: « تکرار کوو،چې امریکایيوګړي باید ایران ته سفر ونه‌کړي!»

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وړاندې تر دې هم، خپلو وګړو ته د «لوړ خطر» هېوادونو په اړه خبرداري ورکړی، چې پکې ایران، سوریه، روسیه، او یو شمېر نور هېوادونه شامل دي.

نور خبرونه

رادیو