د خوړو نړۍوال پروګرام: په غزه کې د قحطۍ تر ټولو بده سناریو راڅرګندېږي

۷ ساعتونه مخکې

د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام خبرداری ورکړی، چې په غزه کې د قحطۍ تر ټولو بده سناریو راڅرګندېږي.
یاد سازمان د جمعې په ورځ (د زمري ۱۰مه) پر اېکس خواله رسنۍ لیکلي، چې د غزې دا قحطي په بدترین وضعیت کې ده او هلته باید په بېړني ډول اوربند وشي.

د خوړو د نړۍوال پروګرام په خبره: «په غزه کې د قحطۍ تر ټولو بد وضعیت روان دی او که په بېړني ډول د اوربند اقدام ونه ، ښايي لوی بشري ناروین رامنځته شي.»
دغه سازمان زیاتوي، چې لوږې، ناوړه تغذیې او ناروغیو د مړینې کچه لوړه کړې ده.
ملګرو ملتونو د نورو ناورینونو د مخنیوي لپاره د بېړني اقدام پر اړتیا ټینګار کړی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې په غزه کې قحطۍ او لوږې د خلکو، په ځانګړې توګه د ماشومان ژوند د مرګ له سخت ګواښ سره مخ کړی دی.
د راپورونو له مخې، د اسراییل او حماس ترمنځ د ۲۱ میاشتنۍ جګړې وروسته خلک په لویه کچه په خپلو سپماوو پورې ژوند کوي.
له دې سره هممهاله څو ورځې وړاندې ملګرو ملتونو راپور ورکړی وو، چې شاوخوا ۱۰۰ زره مېرمنې او ماشومان د سختې خوارځواکۍ سره مخ دي.
مرستندویه ډلې او رسنۍ وايي، چې د دوی کارکوونکي په غزه کې له لوږې سره مخ دي.

د غزې د روغتیا وزارت ویلي، چې په تېرو درېیو اوونیو کې لسګونه کسان د لوږې له امله مړه شوي دي.
د ملګرو ملتونو کاروانونه ان که د اسراییل له‌خوا اجازه هم ولري، یا خو د اسرايیلي پوځ تر کنټرول لاندې سیمه کې تر برید لاندې راځي، یا د وسله والو ډلو له خوا تالا کېږي او یا هم د وږو خلکو له خوا محاصره کېږي.
د خوړو نړۍوال پروګرام ویلي، چې یوازې د امنیت په رامنځته کولو سره ممکن د اوربند له لارې وکولی شي چې تر ټولو زیان‌منو خلکو ته مرستې ورسوي.

نور خبرونه

رادیو