اوکراین: روسیه د ایران د شاهد ډرون ټیکنالوژي شمالي کوریا ته لېږدوي

۲ ساعتونه مخکې

د اوکراین د ولسمشرۍ دفتر وایي، چې روسیه د ایران جوړ شوي ځانمرګي ډرون (شاهد-۱۳۶) ټیکنالوژي شمالي کوریا ته لېږدوي او له دې هېواد سره د دغو ډرونونو د تولید کرښې په فعالولو کې مرسته کوي.

د ولسمشر ولادمیر زیلینسکي د دفتر مشر انډري یرماک، د جمعې په ورځ (د زمري ۱۰مه) په یوه پیغام کې ویلي: « موږ وینو چې روسیه د «شاهد-۱۳۶» ډرون ټیکنالوژي پیونګ‌یانګ ته لېږدوي، د تولید کرښو په فعالولو کې مرسته کوي او له شمالي کوریا سره په توغندیزو پروژو کې همکاري کوي.»

د ایران لخوا روسیې ته ورکړل شوي شاهد ډرونونه، د اوکراین پر ضد د روسیې د هوايي بریدونو یوه مهمه وسیله بلل کېږي. کیف او لوېدیځو هېوادونو څو ځل خبرداری ورکړی چې د روسیې، ایران او شمالي کوریا تر منځ پوځي همکاري ورځ تر بلې پراخېږي او دا کار به د نړیوال امنیت لپاره جدي پایلې ولري.

د اوکراین چارواکي وایي چې د دې هېواد پر زیربنایي او ملکي اهدافو د روسیې بریدونه زیاتره وخت له همدې شاهد ډرونونو سره ترسره کېږي، چې د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې ترڅنګ، د هېواد د انرژۍ سیستم ته هم پراخ زیانونه اړولي دي.

اوکراین او د هغې لوېدیځ متحدین له نړیوالو سازمانونو غواړي چې د دغو هیوادونو ترمنځ پر پوځي همکارۍ سخت بندیزونه ولګوي.

نور خبرونه

رادیو