د چین ولسمشر شي جین پېنګ د اروپايي کمېسیون له مشرې اورزولا فونډېر لاین او د اروپايي شورا له مشر انتونیو کوستا سره ولیدل.
فون ډېر لاین په دې لیدنه کې وویل: «دا د چین او اروپا لپاره خورا مهمه ده، چې متقابلې اندېښنې ومني او د رېښتینې حل لارې سره مخ پر وړاندې لاړ شي. موږ یو مهم پړاو ته رسېدلي یو، همکاري ژوره شوې؛ خو ناانډولۍ هم ډېرې شوې دي.»
دا غونډه د چین او اروپايي ټولنې ترمنځ د وروستیو ترینګلتیاو په منځ کې ترسره کېږي.