د جرمني د بهرنیو چارو وزارت: تهران کې د افغانانو د ویزې طی کېدو وخت ۱۲ میاشتو ته لوړ شوی

AP ۱۴۰۴ زمری ۲

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې په ایران کې د جرمني سفارت له ۲۰۲۲ کال راهیسې د افغان تابعیت لرونکو د ویزو ټولو غوښتنلیکونو مسوولیت پر غاړه اخېستی، چې له امله یې کار خورا زیات شوی او د پروسس چارې تر ۱۲ میاشتو اوړي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت یوې ویاندې فریا ګیزه په یوه خبري ناسته کې وویل، چې په تهران کې له اوږدې مودې راهیسې د ویزې لپاره ډېرې، ډېرې زیاتې غوښتنې کېږي.

هغې زیاته کړه، چې په تهران کې د دوی ویزې دفتر د ۲۰۲۲ کال له اپرېل میاشتې راهیسې د افغانانو د ویزو د غوښتنلیکونو د پروسس مسوولیت هم پر غاړه اخیستی.

فریا ګیزه وايي، په ځینو هېوادونو کې دوی اړ شوي چې خپلې دیپلوماتیکې استازولۍ یا خو لنډمهاله یا ان د اوږدې مودې لپاره وتړي او یو مثال یې افغانستان ښيي، چې هلته د جرمني ډپلومانتیک استازځایونه تړل شوي دي.

نوموړې د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، « موږ وینو چې د انتظار وختونه خورا ډېر شوي، او اوس مهال حتا په ځینو مواردو کې له ۱۲ میاشتو زیات وخت نیسي. موږ درک کوو چې دا وضعیت د غوښتونکو لپاره، په ځانګړي ډول د کورنیو لپاره، ډېر ستونزمن دی. موږ کار کوو چې دانتظار وختونه راکم کړو، خو لاملونه مې یې هم درته بیان کړل».

هغې ټینګار وکړ چې د سفارت له خوا د ویزو پروسه د ټولو لپاره یو شان ده او یوازې هغو ته استثنايي وخت ورکول کېږي، چې د بیړني حالت څرګند ثبوتونه ولري.

هغې په اسلام اباد کې د افغان پناه غوښتونکو او منل شویو کسانو په اړه وویل، چې هره قضیه یو ځانګړی فردي مورد ګڼل کېږي او په دقت سره ارزول کېږي چې ایا د قبلېدو شرایط پوره شوي او که نه.

نوموړې زیاته کړه، « زه دا مهال نه غواړم دا قضیې طبقه‌بندي کړم. خو په اصولو کې، ټول هغه موارد باید حل شي، چې مخکې هم دلته یاد شوي او د قبولۍ سند ، تثبیت شوی هویت او دا چې د امنیت له اړخه هېڅ اندېښنه موجوده نه وي».

فریا ګیزه وویل، چې دا پروسې لا هم ځنډول شوې دي او د جرمني حکومت پرېکړه کړې چې له بهره د منلو نوي پروګرامونه پیل نه کړي.

نور خبرونه

رادیو