ملګري ملتونه: راستنېدونکو سره د روغتیا، زده‌کړو او نورو اړینو اړتیاوو په برخه کې مرسته کوو

AP ۱۴۰۴ زمری ۲

په افغانستان کې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې (یونېسف) استازي د نیمروز د ورېښمو پله څخه د لیدنې پر مهال ویلي، چې له راستنېدونکو سره د روغتیا، زده‌کړو، اوبو، خوړو او نورو اړینو برخو کې مرستې کوي.

تاج الدین اوېلي زیاته کړې، چې ملګري ملتونه له خپلو سیمه‌ییزو شریکانو او اړونده ادارو سره تازه ستنېدونکو ته د اسانتیاوو برابرولو په برخه کې فعالیتونه کوي.

نور خبرونه

رادیو