په سوات کې د مدرسې یوه زده کوونکي د وژنې په قضيه کې ۱۱ مشکوک کسان نیول شوي

۴ ورځې مخکې

امنيتي ادارو د پنجشنبه په ورځ د سوات د یوې دینې مدرسې د زده کوونکي د وژنې په تړاو ۱۱ مشکوک کسان د دوو ورځو څېړونو لپاره د خوازه خيلو قضايي ادارې ته سپارلي.

د سوات په چليار کلي کې يو ځوان زده کوونکی د دوشنبه په ماښام د مدرسې د ښوونکي له خوا په وهلو کې وژل شوی و.

د راپورونو له مخي، د سوات د چليار دغه مدرسه، چې زده کوونکی په کې وژل شوی د ځايي حکومت سره هم ثبت نه وه.

وژل شوی زده کوونکی د نورو ښوونکو او زده کوونکو له خوا روغتون ته وړ شوی، چې په روغتون کې يې ساه ورکړې.

تر پيښې يوه ورځ وروسته ځایي پولیسو اعلان وکړ، چې د غيري راجسټر مدرسې د مدیر په ګډون يې ۱۱ شکمن کسان نيولي، چې دا مهال تر څېړونو لاندې دي.

د چارواکو په خبره، پولیسو دغه ۱۱ شکمن کسان د خوازه خيلو قضايي ادارې ته سپارلې.

د سوات د پولیسو یوه افسر عمرخان رسنیو ته ویلي، چې د پاتې دوو شکمنو کسانو د نیولو لپاره یې هم خاصه ډله جوړې کړې او عملیات يې شروع کړي دي.

تر پيښې وروسته پوليسو ویلي، چې دغه مدرسه يې تړلې او ټول کارکوونکي يې نیولي دي.

نور خبرونه

رادیو