د کویټې محکمې د بلوڅ جوړې د وژنې په قضیه کې د قبایلي مشر د بند موده وغځوله

AP ۱۴۰۴ زمری ۲

د کویټې د ترهګرۍ ضد محکمې د بلوڅ جوړې د وژنې په قضیه کې د قبایلي مشر سردار شېرباز سټکزي د موقتي بند موده لس ورځې نور د څېړنو لپاره وغځوله.
دا پېښه د «ناموس په نامه وژنه» بلل شوې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې مخکې په بلوچستان کې د یوې ښځې او نارینه د وژنې په تړاو د یوې قبایلي شورا د مشر په ګډون ۱۴ کسان نیول شوي دي.

د راپورونو له مخې، د دغې وژنې قربانیان بانو بي بي او احسان الله بلل شوي، چې تېره میاشت له تېښتې وروسته نیول شوي او په ډزو وژل شوي دي.

نور خبرونه

رادیو